د عالي ریاضیاتو څانګه
په کال ۱۳۴۶ لمریز کې د پولي تخنیک پوهنتون د فعالیت سره سم یو کال ورسته په ۱۳۴۷ لمریز کي د عالي ریاضیاتو څانګه د مستقلي څانګي په توګه په فعالیت پیل وکړ. ددي څانګي د تاسیس موخه د افغانستان د راتلونکو انجنیرانو د ریاضیاتو د برخي ضروري زده کړي وي ترڅو وکولای شي تطبیقي مسایل پري حل کړي. دریاضی د میتودونو او محاسبوي وسایلو په عصري کیدو سره ضروري ګڼل کیږي تر څو انجنیران د ریاضیاتو په عصري میتودونو وپوهیږي په همدي موخه دي څانګي د خپل تاسیس سره سم د یو شمېر عمده او اساسي مسایلو د حل لپاره ځیني فعالیتونه پیل کړل چی عبارت دی له: د ریاضیکي علومو جوړښت، د لوړو ریاضیاتو د تدریس لپاره د میتودونو برابرول، د تدریس د پروسي چټک والی او د هغوۍ د موثریت او کیفیت لوړول، په دوامداره توګه د درسي پلانونو بشپړول، د ریاضي د تدریس د درسي اصولو او میتودونو ښه کول، د علمي کادر د غړو د علمي سویی لوړول او نور.
تر ۱۳۶۷ کلونو پوري د شوروي اتحاد د استادانو لارښوونو اوعلمي او میتودیکی مرستو ددی څانګي د بنسټ په ټینګوالي او د داخلي استادانو د سویي د لوړولو لپاره مهم رول لوبولی ده.
د ۱۳۶۲ او ۱۳۷۲ کلونو تر منځ په پولي تخنیک پوهنتون کي د ماسټري د دوري په رامنځ ته کولو سره ددي څانګي فعالیتونه نور هم ګړندي شول. په نوي درسي پروګرام او پلان کي د نړۍ د تخنیکی موسسو د مروجو کورسونو سره سم په لاندي ډول د ریاضیاتو ځانګړې برخي تنظیم او په درسي پلان کې شاملي شوې:
 ریاضی فزیک معادلې؛
 د مختلطو متحولونو د توابعو تیوري؛
 د احتمالاتو او احصایی تیوري؛
 محاسبوي ریاضیات؛
عملیاتي محاسبي؛
 کروي مثلثات؛
 دیفرانسیلي هندسه؛
 د عددی محاسباتو میتودونه او نور .
د ریاضي د پورتنیو برخو زده کړه نه یواځي د محصلینو بلکه د استادانو لپاره هم اړین ګڼل کیدل. په نیکمرغی سره د ریاضي څانګې دا مسولیت هم په بریالیتوب سره سرته ورسوله. 
د عالي ریاضیاتو څانګي د پیل څخه تر اوسه له ۴۵۵ څخه زیات شمېرعلمي، میتودیکي او څیړنیز اثار ترتیب او لیکلي او په علمي او میتودیکي کنفرانسونو او سمینارونو کي یی لوستلي دي او د پولي تخنیک پوهنتون، کابل پوهنتون، علومو اکاډمي او د هېواد څخه بهر په علمې مجلو کې چاپ شوې دي. د هېواد په کچه د لومړي ځل لپاره د کمپیوټري ژبو په مرسته در ریاضیکې مسلو د حل لپاره د پروګرامونه جوړول ددې څانګي په درسي پروګرام کي شامل شو. تر ۱۳۷۲ کلونو پوري شاوخوا له ۲۲ تنو څخه زیاتو استادانو په دي څانګه کي دنده تر سره کوله.
د ریاضیاتو څانګي د خپل فعالیت له پیل څخه تر اوسه په پولي تخنیک پوهنتون کي 40 مختلف درسي کتابونه، درسی مواد او میتودیکي لارښودونه د هېواد په ملي ژبو تالیف او د ننه او بهر چاپ او د علاقمندانو لاس ته رسولي دي. 
په اوسني وخت کي 14 تنه استادان د عالې ریاضیاتو او دهغوۍ د میتودونو د تدریس او د پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو او خپله د څانګي د سويي د لوړولو په موخه په دي څانګه کي په پوره اخلاص او ایماندارۍ سره په تدریس بوخت دي.

آنها ذیلا نام می بریم:

1.      استاد غلام حیدر"رز"

2.      پوهندوی عبدالله "حسان"

3.      پوهندوی عبدالاحد

4.      پوهاند دوکتورمحمد ناصر شفیعی

5.      پوهاند دوکتورسید عزیزالله "سعادات"

6.      پوهندی سید کاظم

7.      پوهندوی غلام یحیی "ذکا"                                                                               

8.      پوهندوی سیدیوسف "رحمانی "

9.      پوهندوی دوکتورمحمد عیسی "داوری"

10.   پوهاند نورمحمد "همتا" -

11.   پوهندوی غلام احمد "حدید" -

12.   پوهنمل عزیز"نصیری " -

13.  مرحوم پوهندوی امان الله ژغورندوی

14.  پوهنیارنفیسه

15.  پوهنوال مرزا محمد مرزا

16.  پوهندوی عبدالکریم ماسیانی

17.  پوهاند عبدالروف "خلمی "

18.  پوهندوی صابره "حلیم"

19.  پوهندوی وحیده "سلطانی "

20.  پوهندوی دوکتورعبدالوکیل خلیلی

21.  پوهندوی محمدوصیل "واحدی"

22.  پوهنیارضیاالدین "کرامی "

23.  پوهنیارغلام سخی "خرمی "

24.  پوهنیار"نسرین"

25.  پوهنیار عبدالقادر

26.  پوهنیار هادیه "جلال"

27.  پوهنیار لیلا

28.  پوهندوی امرالله "اوثار "

29.  پوهنیار سلطان

30.  پوهیالی صدف

       31. پوهیالی نجیب الله

      32. نامزد پوهیالی نورالهدا

      33. نامزد پوهیالی محمد علی