د جیولوجی انجنیری او هایدروجیولوجی څانګه :

انجنیری جیولوجی او هایدروجیولوجی د پولیتخنیک د تاسیس څخه د یو مستقل مضمون په توګه د ساختمانی څانګو لپاره او همدارنګه د هایدروجیولوجی او انجنیری جیولوجی په نوم د کانونو او جیولوجی پوهنځی د مختلفو څانګو لپاره تر اوسه پوری درس ورکول کیږی . د دی دیپارتمنت جوړولو لپاره دیخوا څخه اړتیا لیدل کیږی لیکن د امکاناتو د نشتوالی او شرایطو د غیر مساعد توب او ټولنیزه شرایطو او په هیواد کی د جنګونو له امله یی جورول صورت و نه موند . څرنګه چی دا مضمون د مخه د جیولوجی و اکتشاف د انجنیری څانګی په چوکاټ کی درس ورکول کیده ، بنا پر دی د انجنیری جیولوجی او هایدروجیولوجی د څانګی تاسیس په ۱۹/۱۰/۱۳۹۲ پروتوکول د کانونو او اکتشاف انجنیری څانګی په جلسه کی د تایید وړ وګرځیده  او د پولیتخنیک پوهنتون د ۴۰ ګنه وړاندیز پر بنسټ په ۱۱/۰۴/۱۳۹۳ نیټه او د اکادمیکو چارو د سمون د ریاست په ۶۳۸ ګڼه وړاندیز په ۱۲/۰۵/۱۳۹۳ نیټه ، او د اکادمیکو چارو د ریاست د تقنین او انکشاف د برنامو له لوری د نوموړی څانګی منظوری په ۲۱۷۳/۲۹۹۹ حکم له مخی په ۱۸/۰۵/۱۳۹۳ د لوړو زده کړو وزارت له لوری منظور شو. څرنګه چی نوموړی څانګه نوی تاسیس شوی تر اوسه پوری درسخونی ، لابراتواری وسایل او نور امکانات نه لری پر دی بنسټ په راتلونکی کی د یوی څانګی په توګه خپل موخی او مسولیتونه او اکادمیک فعالیت د کتابونو په تالیف او ژباړه ، څیړنو او نورو برخو کی د ځوانو کدرونو په جذبولو او د هغو د تخصصی سطحی د لوړولو په چوکات کی سر ته رسوی. اوس څانګه په کدر کی شامل شپږ غړی لری او نورو ځوانو کدرونو جذبولو ته هم اړتیا لیدل کیږی .

د څانګی مسولیت :

د انجنیری جیولوجی او هایدروجیولوجی څانګی مسولیت د انجنیرانو او مسلکی کدرونو له ښونی او روزنی څخه نظر د بازار غوښتنو او هیواد ارتیاوو ته د جیوتکنیک په برخه کی د څیړنو په خاطر د مختلفو انجنیری ودانیو د جوړولو او همدارنګه د تر ځمکی لاندی اوبو د مطالعی په برخه کی د کادرونو د روزنی څخه د څښلو اوبو په منظوراو په ودانیو باندی د هغو منفی اغیزو په برخه کی عبارت دی.

د انجنیری جیولوجی او هایدروجیولوجی د څانګی د تاسیس اهمیت:

اوس وخت کی هیڅ ډول انجنیری ودانی د انجنیری جیولوجی او هایدروجیولوجی د څیړنو له سر ته رسولو پرته جوړیدای نه شی ځکه د دی ډول څیړنو د موادو اشتون پرته د انجنیری ودانیو تهدابونو طرح او ډیزاین (صنعتی او مدنی ودانی ،سړکونه ، د اوسپنی لاری ، د اوبو بندونه ، هوایی ډګرونه او نوری انجنیری ودانی ) سر ته رسیدی نه شی . له بل لوری باید یادونه وشی چی د دی ډول څیړنو د مهم توب سره سره تر ۱۳۹۲ کال پوری داسی څانګه چی د انجنیری جیولوجی او هایدروجیولوجی په برخه کی اختصاصی کادرونه او انجنیران وروزی  شتون نه درلود.

پس اړین دی چی:

۱. مورنی او فارغ ورکونکی څانګه د انجنیری جیولوجی او هایدروجیولوجی په برخه کی د هیواد په سطح د کانونو او جیولوجی په پوهنځی په چوکاټ کی تاسیس شی.

۲. علمی او اکادمیک مقررات د نننیو شرایطو مطابق په پام کی ونیول شی.

۳. د علمی کادر مسلکی او تخصصی پوهه د معاصری تکنالوژی په پام کی نیولو سره تقویه شی.

۴. د عالی او کیفیت لرونکو زده کړو د انکشاف په لوری کی کوښښ او د هیواد د ملی ګټو په برخه کی کوښښ په پام کی ونیول شی.

۵. اکادمیک نظم او دسیپلین په دقیق ډول تامین شی.

د انجنیری  جیولوجی او هایدروجیولوجی د څانګی موخی:

۱. د نننی غوښتنو په مطابق د هیواد په سطح د څانګی معیاری کول.

۲. د معیاری درسی کریکولم انکشاف او په دی اړوند د درس د کیفیت لوړول.

۳. د معیاری درسی مفرداتو برابرول او اماده کول او د امکان تر پولی د هغو د تطبیق لپاره کوښښ.

۴. د لوړو زده کړو د انکشافی برنامو د تطبیق د طریقو ښه والی.

۵. د انجنیری جیولوجی او هایدروجیولوجی په برخه کی د تکړه کدرونو روزل.

۶. د لوړو درجو علمی کدرونو جذبول (ماسټر او ډاکټر ) او د شته علمی کادر د غړو د علمی سطحی د لوړولو لپاره کوښښ.

۷. د برابر شوو معیاری کریکولمونو مطابق د پر مختللو وسایلو څخه په ګټه اخیستلو معیاری او کیفیت لرونکی تدریس.

۸. د هیواد په ملی ژبو د درسی کتابونو او موادو د برابرولو لپاره جدی کار ، د معیاری څیړنو د فرهنګ رواجول او د اړوندو موسسو او ادارو د مرستو جلبول د درسی امکاناتو او وسایلو د لوړولو په برخه کی.

۹. د لوړو مقامونو او دوستو هیوادونو په مرسته د رشتوی لابراتوارونو د جوړولو لپاره کوښښ.

د انجنیری جیولوجی او هایدروجیولوجی د څانګی ستونزی:

څرنګه چی د انجنیری جیولوجی او هایدروجیولوجی څانګه نوی تاسیس شوی ده پر دی بنسټ د زیاتو ستونزو او پرابلمونو سره مخ ده چی مهم یی عبارت دی له.

۱. د درس خونو او لابراتوارونو نشتوالی.

۲. د رشتوی درسی کتابونو او درسی موادو کمښت.

۳. د زد کړیالانو د ساحوی تطبیقاتو د پرمخ وړلو لپاره د ابتدایی وسایلو او همدارنګه لابراتواری تجهیزاتو نشتوالی.

۴. په څانګی پوری اړوند د علمی کادرونو کمښت په خاص ډول په لوړو علمی سویه او علمی درجه.

۵. د معیاری درسونو د پر مخ وړلو په خاطر د پروجیکتورونو نشتوالی .