د کابل پولې تخنيک پوهنتون د تأسیس له وخته دغه څانګه د جيوديزي او مارکشيدري څانګې په عمومي جوړښت کې فعاليت درلود . په 1361 ل کال کې یې فارغ  ورکونکې څانګې ته لوړه شوه او دوه دورې يي  د مارکشيدري انجنيران فارغ کړل او بيا د جيوديزي انجنيري په څانګه واوښته.

د انجنيري جيوديزي مسلکي انجنيران د ټولو ساختماني پروژو اړتيا ده. په دغه څانګه کې تر 1372 ل کاله پورې ۵ پېرې د ماسټر په کچه انجنيران روزل شويدي. له دغې څانګې څخه تر ننه پورې 421 انجنيران د لِسانس په کچه  فارغ شوي دي .

د انجنيري جيوديزي په څانګه کې استادان بېلابېلې علمي رتبې لري، ډير استادان کتابونه، ليکچر نوټونه، سافټويرونه او پاورپاينتټ د تدريس لپاره لري. بايد ووايو چې په جيوديزي کې د اندازه کولو سامانونه او هوبلې ټول ډیجېټل شويدي او دا څانګه دغه  ټول سامان آلات  لري، زمونږ دغه وسايل د زده کړې او تدريسولو لپاره دي .                                                         

د انجنيري جيوديزي څانګې موخې:          

د  جيوديزي انجنيري څانګه د لاندنیو موخو په ترلاسه کولو پسې ګرځي:

- د کتابونو ژباړه؛

- د تخصصي او مسلکي انجنيري په ګاڼه سمبال په لوړ کيفيت او معيار سره د ځوانو کادرونو روزنه ؛

- د ښو اخلاقو لرونکو او وطن پالو کادرونو روزنه؛

- برابرښت او ورورولۍ؛

- د استادانو د ظرفيتونو لوړول؛

- د يوې مناسبې ټولنیزې او اخلاقي فضا جوړول او دسياسي، قومي، ژبنیواو مذهبي کرَکو او تعصباتو مخنیوی؛

- د څانګې د نصاب او مفرداتو بيا ليدنه؛

- د څانګې د سټراټيژيک پلان د پلي کولو لپاره د مالي ملاتړکوونکو سرچینو موندل؛

- د وزارتونو، ادارو او سکټوري ارګانونو سره د پوهنیزو،څېړنیزو، او اکاډميکو اړیکو او همکارۍ رامنځته کول په کور دننه او باندنیو پوهنتونو سره، د هوکړه لیکونو او د همکاريو تړونونه لاسليکول؛

- د څانګې لپاره د معياري وېبپاڼې او د ډېتابيس جوړول؛

- د څانګې د ځان ارزَوَنې د لړۍ پیاوړې کول؛

- د نوي کادرونو ګومارل او د هغوی د ظرفيت لوړول؛