دغه څانګه په 1393 ل کال کې د يوې فارغ ورکونکې څانګې په توګه د جيوديزي او کارټوګرافي د عمومي ادارې  په غوښتنه جوړه شوېده  او په 1393 ل کال کې د لومړي ځل  لپاره محصلين جذب کړل  اوس مهال  دا څانګه د GIS  په سافټويرونو، 126 کمپيوټرونو، او 3 کارنده او فعالو لابراتوارونو سمبال دی.

دغه لابراتوارونه د امريکا متحده ايالاتو د سفارت په مالي مرسته په ډير مجهز ډول جوړ شويدي.

  د جغرافياي اطلاعاتو د سيستم  څانګې موخې:

- د مسلکي او تخصصي انجنيري د لوړ کيفيت او معيار سره د ځوانو کادرونو روزنه  ؛

- په کور دننه  او باندنیو پوهنتونو سره د زدَکړَنیزو، څېړنیزو او پوهنیزو اړیکو او متقابلو همکاريو رغول ؛

- د وزارتونو، اداراتو او سکتوري ارګانونو سره د هوکړه لیکونو او د همکاريو تړونونه لاسليکول؛

- د برابرښت او ورورولۍ په ګاڼه سنبال د ښو اخلاقو لرونکو او وطنپالو انجنيرانو روزنه ؛

- د وړ ټولنیزې او اخلاقي فضا جوړول او دسياسي، قومي، ژبنیو او مذهبي کرَکو او تعصباتو مخنیوی؛

- د څانګې د نصاب او مفرداتو بيا ليدنه؛

- د څانګې د سټراټيژيک پلان د پلي کولو لپاره د مالي ملاتړکوونکو سرچینو موندل؛

- د وزارتونو، ادارو او سکټوري ارګانونو سره د پوهنیزو،څېړنیزو، او اکاډميکو اړیکو او همکارۍ رامنځته کول په کور دننه او باندنیو پوهنتونو سره، د تفاهملیکونو او د همکاريو تړونونه لاسليکول؛

- د څانګې لپاره د معياري وېبپاڼې او د ډېتابيس جوړول؛

- د څانګې د ځان ارزَوَنې د لړۍ پیاوړې کول؛