د کمپیوتر ساینس انجینری پوهنځی په اړه:

د کمپیوتر انجینری پوهنځی د ۶/۱۰/ ۱۳۸۶ ه ش کال په اوایلو کی د یو دیپارتمنت په حیث د معلوماتی تکنالوژی او انجینری (ITCE)  تر نامه لاندی د پوهنوال مرزا محمد (مرزا) تر آمریت لاندی د کابل پولی تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځی په چوکاټ کی هغه وخت په فعالیت شروع وکړه چی په هغه وخت کی نه کوم مناسب ځای او نه د نوی تکنالوژی استادانو ته لاس رسی موجود  وو او د استادانو په منځ کی ددی ریشتی په ارتباط منفی فکرونه او حساسیتونه موجود وو چی دا د معلوماتی تکنالوژی په برخه کی یو لوی خنډ وو.

نوموړی پوهنځی د لومړی ځل لپاره په کال ۱۳۸۷ ه ش ۳۵ تنه محصیلین د الکترومیخانیک پوهنځی څخه جذب او په خپلو اکادیمیکو فعالیتونو یی شروع وکړه او ویی کولای شول په ډیر لږ وخت کی شه پرمختګ وکړی.

د (ITCE) دیپارتمنت په ۱۲ د دلو ۱۳۸۷ ه ش کال کی د کمپیوتر ساینس پوهنځی ته د پوهنوال مرزا محمد (مرزا) تر آمریت لاندی پرمختګ وکړ .

دغه پوهنځی د افتتاح د تاریخ نه تر اوسه پوری خپل کریکولم په کال کی دوه ځله د نوموړی پوهنځی د ټولو استادانو د جلسو او مشورو په نتیجه کی نوی (update) کوی.

نوموړی پوهنځی په کال ۱۳۸۸ه ش کی د ناټو او ترکیی هیواد په مالی مرسته وکولای شول چی د کمپیوتر او انجینری د دیپارتمنت لپاره یو مجهز لابراتوار جوړ کړی نو پردی اساس په کال ۱۳۸۹ه ش کی د نوموړی پوهنځی دریم دیپارتمنت (دیپارتمنت انجینری کمپیوتر Computer engineering ( د یو مجهز لابراتوار په درلودلو سره په فعالیت شروع وکړه.

د کمپیوترساینس پوهنځی په کال ۱۶/۶/۱۳۸۹ د څلورو دیپارتمنتونو په درلودلو سره خپل نوم کمپیوتر انجنیری او انفورماتیک پوهنځی ته تبدیل کړ او ددغه پوهنځی د نوم تغیر ددی پخاطر صورت ونیوه چی دغه پوهنځی د یو انجنیری پوهنتون په چوکاټ کی لکه کابل پولی تخنیک د یاد پوهنتون استراتیژیکی پالیسی او پلانونه تعقیب او د یادی پوهنځی محصیلین د لسانس انجنیر په صیفت تربیه او جامعی ته یی د خدمت لپاره وړاندی کړی.

  • د معلوماتی علومو او محاسبی دیپارتمنت  Department of Computing &Information Science (CIS)
  • د معلوماتی تکنالوژی دیپارتمنت Department of Information Technology (IT)
  • کمپیوتر انجنیری دیپارتمنت Department of Computer Engineering (CE)
  • سافټویر انجنیری دیپارتمنت   Department of Software Engineering (SE)

د انجنیری کمپیوتر او انفورماتیک پوهنځی په کال ۱۳۹۰ه ش کی د ۲۰ تنه استادانو او ۲۴۰ تنه محصیلینو درلودونکی وه مګر  د مناسب ځای د نه شتون له وجی یی ونشو کولای چی د سافټویر انجنیری (Software Engineering) او (Telecommunication) او نور هغه دیپارتمنتونه چی زمونږ جامعه ورته ضرورت لری جوړ او رامنځته کړی.

د انجنیری کمپیوتر او انفورماتیک پوهنځی د لومړی ځل لپاره په ۱۳۹۰ه ش کال ۲۲ تنه فارغان د IT  او CIS  په ریشتو کی جامعی ته وړاندی کړل چی دا ټول د آزاد رقابت په اساس په دندو وګومارل شول او په ۱۳۹۱ه ش کال کی د کانکور کمیټی د ریاست لخوا ۱۷۲ تنه نوی محصیلین دغه پوهنځی ته معریفی شول چی پدی سره په  ۱۳۹۱ه ش کال کی ددغه پوهنځی د محصیلینو تعداد ۴۱۴ تنو ته ورسید او په همدغه کال کی یی ۳۹ تنه نوی قدرونه فارغ کړل او په ۱۳۹۲ه ش کال کی ۱۶۴ تنه نوی محصیلین نوموړی پوهنځی ته  د کانکور کمیټی لخوا معریفی شول او ۵۲ تنه یی د لسانس انجنیر په سویه فارغ او جامعی ته وړاندی کړل په ۱۳۹۳ه ش کال کی ۱۹۵ تنه نوی محصیلین د یادی پوهنځی د جذب د ظرفیت او استراتیژیک پلان خلاف د کانکور کمیټی لخوا ورته معریفی شول چی پدی اساس په ۱۳۹۴ه ش کال کی د یادی پوهنځی د محصیلینو تعداد د ۶۰۰ تنوڅخه واوښت او نوموړی پوهنځی تر ۱۳۹۴ه ش کال پوری مجموعا ۱۷۵ تنه محصیلین د لسانس انجنیر په سویه فارغ کړی دی.

دغه پوهنځی په کال ۱۳۹۵ه ش کی ۱۸۰ تنه محصیلین په دریو مختلیفو دیپارتمنتونو کی جذب او ۸۰ تنه د تحصیل فارغین ورکړی دی.

 

د دیپارتمنتونو د رامنځته کیدو جدول

شماره

د دیپارتمنت نوم

دجوړښت تاریخ

د تحصیلی درجه

د تحصیل وخت

د سمستر تعداد

د کریدت مجموعه

1

انجنیری کمپیوتر څانګه

1389

لسانس

4  کاله

8

152

2

د محاسبی اومعلوماتی علومو څانګه

1387

لسانس

4  کاله

8

150

3

د معلوماتی تکنالوجی څانګه

1387

لسانس

4  کاله

8

148