د صنعتي او مدني ودانیو د دیپارتمنت څانګه :

د صنعتي او مدني ساختمانونو څانګه په ۱۳۴۷ کال لمریز کال د مهندسۍ او ساختماني عناصرو په نامه جوړه شوه، چې وروسته بیا په ۱۳۵۶ کال کې د صنعتي او مدني ودانیو په نامه و نومول شوه.  دغه دیپارتمنت له پیل څخه تر اوسه پورې د انجنیرۍ د تکړه کادرونو په روزنې، د سالمې درسي - میتودیکي تکلارې او علمي-تحقیقاتي کارونو په برخه کې ډېرې لاس ته راوړنې لرلي دي او له هیڅ ډول هڅو او هاند څخه یې ډډه نه ده کړې.  

د دغې څانګې د لومړنۍ دورې فارغان په ۱۳۵۱ لمریز کال کې ۱۷ تنه ول چې د ودانولو تکړه انجنیران یې ټولنې ته تقدیم کړل.

د ۱۳۵۸ کال را پدیخوا دغې څانګې د ماسټرۍ په کچه د انجنیرانو په روزنه پیل کړی ده او په ۱۳۶۳ کال کې د ماسټرۍ په کچه د ساختمانۍ تکړه انجنیران یې ټولنې ته وړاندې کړل.

د جوړېدو له وخته تر اوسه پورې دغې څانګې (۱۷۶۲) تنه انجنیران د لېسانس او ماسټر په سویه ټولنې ته وړاندې کړې دي، چې له هغې جملې څخه (۱۹۸) تنه یي ښځینه او (۱۵۶۴) تنه یې نارینه دي. اوس مهال د صنعتي او مدني ساختمانونو په څانګې کې (۲۱۹) تنه زده کړیالان چې (۲۱۶) تنه نارینه او (۳) تنه ښځینه دي په زده کړه بوخت دي، چې د ۹ تنه استادانو لخوا د پوهیالي څخه نیولي تر پوهانده د ډاکټر او ماسټر په علمي کچه  په دغې څانګې کې تدریس ورکول کیږي. د صنعتي او مدني ودانیو په دیپارتمنت کې تدریس د معاصرو او د ممکنه اغیزمنه تکلارو څخه په استفادې سره د لکچر، عملي درسونو، لابراتواري کارونو،  د استادانو او زده کړیالانو علمي سیمینارونو او کنفرانسونو، د صنفي کارونو ترسره کول،  صنفي پروژو او علمي او تولیدي تطبیقاتو،  د انجنیرۍ سافت ویرونو او انټرنت، د نورو پوهنتونو د انجنیرۍ د پوهنځیؤ د استادانو سره د علمي او اکاډمیکي اړیکو او همکاریو ټینګول، په هېواد کې د ساختماني او تولیدي مؤسساتو سره د موادو اود ساختمان د نوېیو سیسټمونو د کارونې او استفادې په برخه کې د تجربو د راکړې ورکړې له لارې په مخ بیول کیږي. د صنعتي او مدني ودانیو دیپارتمنت په هېواد کې د وروستیو بدلونونو څخه مخکې د ساختماني موادو د ازمایښت او تست په لابراتوار مجهز وه چې په هغه کې د زده کړیالانو او استادانود لابراتواري اوڅیړنیزو کارونو د ترسره کولو برسیره، د ساختماني موادو او د ساختماني موادو د تولیدي مؤسساتو ازمایښتونه ترسره کیدل،  چې په ډېرې خواشینۍ سره د کورنیو ویجاړونکو جګړو او بهرنیو لاسوهنو له امله په بشپړه توګه له منځه لاړ.  له نېکمرغه په دې وروستیو کې د صنعتي او مدني ودانیو دیپارتمنت په دې وتوانیده چې د نړیوال بانک په مرستې سره د ساختماني موادو او عناصرو لابراتوار دوهم ځلي تجهیز او سمبال کړ. چې اوس مهال استا‌‌ذان د زده کړیالانو لپاره د ساختماني موادو د مضمون په برخه کې لابراتواري آزمایښتونه ترسره کوي. د صنعتي او مدني ودانیو دیپارتمنت یوه له هیلو څخه داده چې د هیواد ځوان نسل د وړتیا او لیاقت په اساس او په نه ستړې کیدونکي ډول د انجنیرۍ علومو د زده کړې په برخه کی د یو واحد چت لاندې فعالیت وکړي. ټولو ته معلومه ده چې د دغې څانګې فارغان د خپل فراغت سره همحاله د دولتي او غیردولتي ساختماني مؤسساتو په چوکاټ کې په کافي معاشونو سره جذب کیږي او ټولنې ته مصدر د خدمت ګرځي. دغه انجنیران د ډیزاین او محاسبې، څارنې او کنټرول، مدیریت او د تعمیراتو د جوړولو په برخه کې دندې ترسره کوي ، چې د خپل جنګ ځپلې هیواد د بیارغونې او بیا جوړونې په برخه کې خپله ونډه او مسؤلیت ترسره کوي. 

په دغې څانګې کې تحصیل دوره د جنګونو تر پیل څخه مخکې ۵ کاله وه او د دغې رشتې فارغانو ته د ماسټرۍ ډیپلوم ورکول کیده. خو اوس مهال په دغې څانګې کې تحصیلي دوره ۹ سمسټره او یا څلورنیم کاله ده چې د لوړوزده کړو وزارت د پراختیایي پلان په اساس د کریډت په سیسټم عیار او تطبیق کیږي. دغې څانګې په ۱۳۸۸ کال کې د کریډت سیسټم د لومړنۍ دورې فارغان ټولنې ته وړاندې کړل. د دغې څانګې زده کړیالان د ۸ سیمسټرونو په موده کې نظري او عملي درسونه لولي او د اتم سمسټر په پای کې د موادو د ټولونې او د ډیپلوم د پروژې د اجرا لپاره اماده ګي نیسي. د اړینو موادو په اساس، د پروژې راجمع شوي مواد  د نهم سمسټر په جریان کې اجرا او بشپړیږي او وروسته بیا د ځانګړې کمیسیون په مخ کې چې د دغې څانګې د استادانو، اړونده څانګو د استادانو او همدا شان د ساختماني مؤسساتو څخه جوړ دی، د هغه څخه دفاع کوي او د بریا په صورت کې خپل سند د لېسانس په کچه تر لاسه کوي. 

په ۱۳۹۱ کال کې د صنعتي او مدني ودانیو دیپارتمنت تر څنګ د همدې څانګې د استادانو په مرستې او همکارۍ یوه نوې څانګه د ودانیو د جوړولو د ادارې په نامه جوړه شوه چې په ۱۳۹۳ کال کې د کانکور له لارې د زده کړیالانو لومړنۍ ډله دغې څانګې ته جذب شوه.

د صنعتي او مدني ودانیو د ديپارتمنت تدریس د زده کړیالانو د لومړنۍ دورې لپاره د ماسټرۍ پروګرام د ساختماني انجنیرۍ یا (MSCE) په څانګه کې د ۱۳۹۰ لمریز کال په پسرلي کې پیل چې په ۱۳۹۳ کال کې زده کړیالانو خپل د ماسټرۍ تیزس څخه په بریالیتوب سره دفاع وکړه. چې اوس مهال دغه پروګرام د لوړو زده کړو وزارت د تائید شوي پروګرام مطابق په بریالیتوب سره په مخ ځي.