د جیوماتیک او کدستر پوهنځی په اړه

د وطن اقتصادي پياوړتیا او ملي کادرونو د روزنې لپاره په بېلابېلو انجنيري څانګو کې د اړتیا سره سم د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې د ۱۳۴۲لمریزکال د تلې په ۲۱ ( د اکتوبر02/ 11/ 1963زېږدیز کال ) د کابل د پولي تخنيک پوهنتون د بنسټ ‌ډبره کېښودل شوه.

د کابل د پوليتخنيک پوهنتون د فعاليت په لومړيو کلونو کې د جيوديزي او مارکشيدري چارو څانګه  د يوې عمومي څانګې په توګه  فعاليت درلود. په 1361 ل کال کې دغه څانګه د جيوديزي انجنيري په نامه فارغ ورکونکې څانګې ته بدله شوه. د 1367 ل کال نه تر 1372 ل کاله پورې يعنې ۵ دَورې یې د ماسټر په کچه د جيوديزي انجنيري په څانګه کې فارغان درلودل.

د هیواد د اړتیا پر بنسټ په تخنيکي علومو کې په ځانګړې توګه د جيوماتيک په علومو کې د کابل د پولي تخنيک پوهنتون او د لوړوزده کړو د وزارت د ستراتيژيک پلان له مخې دغه څانګه په 1393ل کال کې د جيوديزي انجنيري پوهنځي ته ارتقاء وکړه. د دغه پوهنځي د استادانو په عمومي غونډه کې (1393 /11 / 8)  وړاندیز وکړ، چې د پوهنځي نوم د جيوماتيک او کدِستر پوهنځي باندې بدل شي؛ چې د لوړوزده کړو د وزارت له خوا ومنل شو.

  1.     د جغرافیایی اطلاعاتو سیستم ( GIS ) ځانګه:
  2.     د کدسترځانګه:
  3.     د جیودیزی ځانګه:
  4.     د جیودیزی انجنیری ځانګه:

د جيوماتيک او کدسترد پوهنځي موخې او اهداف:

د جيوماتيک او کدستر پوهنځی زمونږ د ګران هيواد  د اړتیا پر بنسټ جوړ شوی او موخه يي د مسلکي او په علم سمبال کادرونو روزنه ده. دغه پوهنځی د لوړو زده کړو وزارت د قانون، لايحو او مقررو په پام کې نیولو سره او د خپلو اوسنیولاسته راوړنو پر بنسټ خپلې ټولې راتلونکې کړَنې د ليد لورو، موخو او فرصتونو پر بنسټ چې په مرام نامه کې یې یادَوَنه شوې، لاندې موخې او ځانګړتياوې تعقيبوي:

- دځوانو کادرونو روزنه  د  مسلکي او تخصصي انجنيري د لوړ معيار او کيفيت سره؛

- د کادرونو روزنه د وطندوستي، ښو اخلاقو، برابرښت او د خلکو سره مينه؛

- د استادانو د ظرفيتونو لوړول؛

- په نوې او اوسمهالې ټکنالوژۍ سره د څانګو سمبالول؛

- د لابراتوارونو فعالول د نوې او اوسمهالې تکنالوژۍ اواړتیاوو سره؛

- د تدريس لپاره د وړ، مناسبې، ټولنیزې او اخلاقي فضا برابرول او د کرَکو او تعصبونو د ټولو ډَولونو  (سياسي، قومي، ژبنیو، سیمَییزو او مذهبي) توپیرونو مخنيوی؛

- د څانګو د کريکولم او نصاب بياکتنه او پرلپسې نوي کول؛

- د دغه پوهنځي په څانګو کې د مضمونو، درسي مفرداتو پرلپسي نوي کول؛

- د اړتیا پر بنسټ د څانګو د نويو کتابونو او درسي موادو برابرول، استادانو او محصلينو ته د علمي څېړنو شرایط او لاره  هوارول؛

- د علمي کادرونو بشپړول؛

-  د انجنيري جيوديزي په څانګه کې د ماسټري پروګرام رامنځته کول؛

- د پوهنتون د عايداتو او ګټو لپاره د څېړنیزو او انجنيري پروژو ترسره کول؛

- د پوهنځي د ستراتيژيک پلان د پلي کولو لپاره  د سرچينو او مالي ملاتړکوونکو سره اړیکې ټینګول؛

- د ملي ګټو لپاره  د نويو څانګو پنځول/ایجادول؛

- د پوهنیزو، څېړنیزو او اکاډميکو اړیکو او متقابلو همکاريو جوړول؛

- په کور دننه او بهرنيو  پوهنتونونو سره او همدارنګه  د وزارتونو، ادارو او سکتوري ارګانونو سره د هوکړه لیکونو او همکاريو د تړونونو لاسليکول؛

- د لابرانتانو او تکنيشنانو ګُمارل او د هغوی روزنه او هڅَوَنه؛

- د پوهنځي لپاره د تدريسي تعمير جوړول؛

- د پوهنځي لپاره معياري وېبپاڼې او د ډېټابېس جوړول؛

- د پوهنځي د ځان روزنې لړۍ پیاوړې کول؛

- په پوهنځي کې د مکافاتو او مجازاتو سيستم پلي کول.

د جيوماتيک اوکدستر پوهنځی په تشکیل او جوړښت کي څلور لاندېنۍ څانګې لري:

  1. د جیودیزی انجنیری څانګه (Engineering Geodesy)؛
  2. دجغرافیایی اطلاعاتوسیستم څانګه (Geographical Information System)؛
  3. د کدستر څانګه (Cadastre)؛
  4. د جیودیزی څانګه (Geodesy).