د پولی تخنیک پوهنتون مالوماتی او تکنالوجي کمیونیتی کالج پېژندنه:

کمیونیتی کالج پروگرام څه ته وایي؟
د کمیونیتی کالج پروګرام دونیم کلن تحصیلي پروګرام دي چي د اجتماعي او ساینسي علومو په یوه تخنیکي او مسلکي برخه کي محصلین په علمی او تخنیکي مهارتونه سمبالوی ترڅو د کار بازار کي ځان لپاره دنډه پیدا کړي دلوړو  زدکړو وزارت د کمیونیتی کالج پروګرام د پوهنتونی زده کړو په توګه  رامنځته کړي ترڅو نوموړي پروګرام فارغانو ته د حکومت د ننه او یا د خصوصی سکتور په مشخصو  برخو کي د کار زمینه مساعده کړي همدا راز هغو محصلینو سره مرسته وګړي چي غواړي د خپلو اکومتشبشیینو په توګه خپل کاروبار ته پیل ګړي.
دکمیونیتی کالج موخه 
کمیونیتی کالج پروګرام داسی طرحه او دیزاین شوي دي ترڅو محصلیین په تخنیکي او تکنالوجی برخه کي په تخصصي او مسلکي مهارتونو سمبال کړي او د افغانستان د کار د بازار او په ځانګړي توګه د کاروباري او تکنالوجی سکتورنو اړتیاوي پوره ګړي. دغه پروګرام د لیسانس تحصیلي پروګرام لپاره د ابتدایي چمتووالي په موخه نه دي بلکه:
1.    یو اځیني موخه یي د کارموندني پیاوړي کول.
2.    د تخنیکی او تکنالوجیکی ارتیاوی پوره کول.
3.    د آزاده  سیالی له لاری د کمی او کیفی مسلکی زدکړی او حرفوی زدکړو ته ودی ورکول.
4.    د دونیم کلن تحصیلي پروګرام د لور کیفت په مناسبه فیس باندی.
5.    زدکرو ارایه کول د هیواد پرمختک لپاره د تولنی ارتیاوی برابر کول
6.    د مسلکي او حرفوي کادر زده کړې او روزنه د ټولنې د اړتياوو پوره کولو لپاره. 
د کمیونیتی کالج پروګرام کي څه شامل دی؟
د پولیتحنیک د مالوماتی تکنالوجی کمیونیتی کالج د پنځو سمسترونو په لرلو د داسي تحصیلي نصاب لرونکي دي چي په ترکیب کي یي ځیني مضامین لکه:
1.    دیتابیس جوړول 
2.    د سسکو پرګرامونه 
3.    د سافت ویر جوړول 
4.    د انترنیتي پاني دیزاین 
5.    دمایکروسافت پروګرامونه 
6.    انګیسي ژبي زدکړه
د لازیات عملي کار د زده کړی او د کار د پیدا کولو په موخه په پنځم سمستر کي هر محصل د کار زده کړی پروګرام لپاره یوي موسسته ته معرفی ګیږی چي د عملی او کاری چاپیریال ترمنځ یوه مهمه اړیکه جوړوی او د محصلینو لپاره یوه مناسبه زمینه چمتو کوی ترڅو کاری چاپیریال سره اشنا شي او په ښه توګه کار ته چمتو شي.

د مالوماتی او تکنالوجی کمیونیتی کالج تحصیلی نصاب (کریکولم) .

لومړي سمستر (پسرلني)

1.    د اساسات کمپیوتر
2.    د اساسات وسایل فزیکی کمپیوتر
3.    د نتورک اساسات ۱
4.    ریاصیات۱ 
5.    انگلیسی۱
6.    ثقافت اسلامی    

دویم سمستر (مني)    

1.    د کمپیوتر پروګرام لیکل۱ 
2.    د کمپیوتر وسایل ساسات ۲
3.    د نتورک اساسات ۲
4.    ریاضیات۲
5.    انگلیسی۲
6.    ثقافت اسلامی
دریم سمستر (پسرلینی ) 

1.    د تکنالوژی معلوماتی مدیریت 
2.    د کمپیوتر سیستم مدیریت ۱
3.    د کمپیوتر پروګرام لیکل۲ 
4.    دیتابیس۲
5.    نتورکنیګ۳
6.     کمپیوتر انگلیسی    

څلورم سمستر (مني)    

1.    نتورکنیګ ۴
2.     مالوماتی ساختار 
3.    دیتابیس۲
4.     د نتورک امنیت 
5.     د کمپیوتر سیستم مدیریت ۲
6.    تکنالوجی اختراعات 
پنجم سمستر ( پسرلینی)    
د کار زده کړه پروګرام        

د دی پروکرام په طراحه او تطبیق کي څوک رغنده کار کوي
دغه پروګرام د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالي پراختیایي اداري پروګرام (USAID) د پوهنتونو د ملاتړ او د بشري ځواک د پرمختګ پروګرام (USWDP) په مالی مرسته او د امریکا د ایالاتو  د سنترال جورجیا تخنیکی کالج په تخنیکی مرسته را منځته شوي دي  د سنترال جورجیا تخنیکی کالج د دي پروګرام سره د تحصیلی نصاب په جوړولو، د استادانو په روزلو او د درسی مواد په برابرول کي مرسته کوي.

تر دي محاله د مالوماتی تکنالوجی کمیونیتی کالج لاسته راوړني
د ۲۰۱۷ د اپریل میاشت پوړي کمیونیتی کالج له سلو څخه زیات محصلین جذب کړي، په لومړی پړاو کي ۳۰ تنه نارینه او ۹ تنه شځینه محصلین، په دویم پړاو کي ۲۴تنه نارینه ۴ شځینه او په دریم پړوا ګي ۳۰ تنه نارینه ۸ تنه شځینه په زدکرو بوخت دي. همدا رنګه ۲۸ تنه محصلین چي خپل زده کړي او د کار زده کړی پروګرام یي په بریالیتوب سره سرته رسولی دي، د پروګرام لومری پراو څخه د فراغت دیپلومی ترلاسه کړ.

د پروګرام موده ، مهالویش او فیس
د پروګرام موده    دونیم کال 
سمسترونه    ۵ سمستر
د هر سمستر موده    16 اوني
د تول کریدت ساعتونه    72 کریدت ساعت
وخت    د شنبه تر چهار شنبه پوری 
د درسی تایم     4:30 تر 7:30 پوری
تدریس فیس    10000 افغانی فی سمستر
د پروګرام تولتال فیس    50000 افغانی