د کمپیوتر ساینس انجنیری پوهنځی په اړه
د کمپیوتر انجینری پوهنځی د ۶/۱۰/ ۱۳۸۶ ه ش کال په اوایلو کی د یو دیپارتمنت په حیث د معلوماتی تکنالوژی او انجینری (ITCE) تر نامه لاندی د پوهنوال مرزا محمد (مرزا) تر آمریت لاندی د کابل پولی تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځی په چوکاټ کی هغه وخت په فعالیت شروع وکړه چی په هغه وخت کی نه کوم مناسب ځای او نه د نوی تکنالوژی استادانو ته لاس رسی موجود وو او د استادانو په منځ کی ددی ریشتی په ارتباط منفی فکرونه او حساسیتونه موجود وو چی دا د معلوماتی تکنالوژی په برخه کی یو لوی خنډ وو.
نوموړی پوهنځی د لومړی ځل لپاره په کال ۱۳۸۷ ه ش ۳۵ تنه محصیلین د الکترومیخانیک پوهنځی څخه جذب او په خپلو اکادیمیکو فعالیتونو یی شروع وکړه او ویی کولای شول په ډیر لږ وخت کی شه پرمختګ وکړی.
د (ITCE) دیپارتمنت په ۱۲ د دلو ۱۳۸۷ ه ش کال کی د کمپیوتر ساینس پوهنځی ته د پوهنوال مرزا محمد (مرزا) تر آمریت لاندی پرمختګ وکړ .
دغه پوهنځی د افتتاح د تاریخ نه تر اوسه پوری خپل کریکولم په کال کی دوه ځله د نوموړی پوهنځی د ټولو استادانو د جلسو او مشورو په نتیجه کی نوی (update) کوی.
نوموړی پوهنځی په کال ۱۳۸۸ه ش کی د ناټو او ترکیی هیواد په مالی مرسته وکولای شول چی د کمپیوتر او انجینری د دیپارتمنت لپاره یو مجهز لابراتوار جوړ کړی نو پردی اساس په کال ۱۳۸۹ه ش کی د نوموړی پوهنځی دریم دیپارتمنت (دیپارتمنت انجینری کمپیوتر Computer engineering ( د یو مجهز لابراتوار په درلودلو سره په فعالیت شروع وکړه.
د کمپیوترساینس پوهنځی په کال ۱۶/۶/۱۳۸۹ د څلورو دیپارتمنتونو په درلودلو سره خپل نوم کمپیوتر انجنیری او انفورماتیک پوهنځی ته تبدیل کړ او ددغه پوهنځی د نوم تغیر ددی پخاطر صورت ونیوه چی دغه پوهنځی د یو انجنیری پوهنتون په چوکاټ کی لکه کابل پولی تخنیک د یاد پوهنتون استراتیژیکی پالیسی او پلانونه تعقیب او د یادی پوهنځی محصیلین د لسانس انجنیر په صیفت تربیه او جامعی ته یی د خدمت لپاره وړاندی کړی.
- د شبکې انجنیری دیپارتمنت (NE)
- د معلوماتی تکنالوژی څانګه (IT)
- دکمپیوتر انجنیری څانګه (CE)
د انجنیری کمپیوتر او انفورماتیک پوهنځی په کال ۱۳۹۰ه ش کی د ۲۰ تنه استادانو او ۲۴۰ تنه محصیلینو درلودونکی وه مګر د مناسب ځای د نه شتون له وجی یی ونشو کولای چی د سافټویر انجنیری (Software Engineering) او (Telecommunication) او نور هغه دیپارتمنتونه چی زمونږ جامعه ورته ضرورت لری جوړ او رامنځته کړی.
د انجنیری کمپیوتر او انفورماتیک پوهنځی د لومړی ځل لپاره په ۱۳۹۰ه ش کال ۲۲ تنه فارغان د IT او CIS په ریشتو کی جامعی ته وړاندی کړل چی دا ټول د آزاد رقابت په اساس په دندو وګومارل شول او په ۱۳۹۱ه ش کال کی د کانکور کمیټی د ریاست لخوا ۱۷۲ تنه نوی محصیلین دغه پوهنځی ته معریفی شول چی پدی سره په ۱۳۹۱ه ش کال کی ددغه پوهنځی د محصیلینو تعداد ۴۱۴ تنو ته ورسید او په همدغه کال کی یی ۳۹ تنه نوی قدرونه فارغ کړل او په ۱۳۹۲ه ش کال کی ۱۶۴ تنه نوی محصیلین نوموړی پوهنځی ته د کانکور کمیټی لخوا معریفی شول او ۵۲ تنه یی د لسانس انجنیر په سویه فارغ او جامعی ته وړاندی کړل په ۱۳۹۳ه ش کال کی ۱۹۵ تنه نوی محصیلین د یادی پوهنځی د جذب د ظرفیت او استراتیژیک پلان خلاف د کانکور کمیټی لخوا ورته معریفی شول چی پدی اساس په ۱۳۹۴ه ش کال کی د یادی پوهنځی د محصیلینو تعداد د ۶۰۰ تنوڅخه واوښت او نوموړی پوهنځی تر ۱۳۹۴ه ش کال پوری مجموعا ۱۷۵ تنه محصیلین د لسانس انجنیر په سویه فارغ کړی دی.
دغه پوهنځی په کال ۱۳۹۵ه ش کی ۱۸۰ تنه محصیلین په دریو مختلیفو دیپارتمنتونو کی جذب او ۸۰ تنه د تحصیل فارغین ورکړی دی.
د دیپارتمنتونو د رامنځته کیدو جدول
شماره |
د دیپارتمنت نوم |
دجوړښت تاریخ |
د تحصیلی درجه |
د تحصیل وخت |
د سمستر تعداد |
د کریدت مجموعه |
1 |
انجنیری کمپیوتر څانګه |
1389 |
لسانس |
4 کاله |
8 |
152 |
2 |
د محاسبی اومعلوماتی علومو څانګه |
1387 |
لسانس |
4 کاله |
8 |
150 |
3 |
د معلوماتی تکنالوجی څانګه |
1387 |
لسانس |
4 کاله |
8 |
148 |