د ساختمانی پوهنحی

ساختمانی پوهنځی د۱۳۵۸ لیږدیزلمریزکال دوری په میاشت کی دکابل پولیتخنیک پوهنتون په چوکاټ کی تاسیس شوه چی اوس یوه عمومی اوپنځه اختصاصی شعبی

(څانګی) لری.

دساختمانی پوهنځی اختصاصی څانګی په لاندی ډول دی:

۱. دصیعتی اومدنی ودانیوڅانګه

۲. دمهندسی څانګه

۳. دهایدرولیک اوهایدروتخنیکی ودانیوڅانګه

۴. دسړک جوړولوڅانګه

۵. داوبورسولواودژوند دچاپیریال ساتنی څانګه

دنوموړی پوهنځی عمومی څانګه دتخنیکی رسم اوترسیمی هندسی څانګه ده.

دساختمانی پوهنځی له اختصاصی څانګو څخه دفارغیدو په (۲۱) دورو کی (۹۳۱) تنه دصنعتی اومدنی څانګی انجینیران، (۴۶۰) تنه دهایدرولیک اوهایدروتخنیکی ودانیو انجینیران، (۴۴۷) تنه دسړک جوړولو انجینیران او(۱۲۸) تنه مهندسین دماستر او له لیسانس څخه په لوړه سویه ټولنی ته وړاندی شوی دی .

دساختمانی پوهنځی فارغ التحصیلان دهیواد دملی اقتصاد په ټولوبرخوکی کارکوی اوددی پوهنځی ټولی څانګی دافغانستان دملی اقتصاد په وده کی غوره ونډه لری.

دهیواد ملی اقتصاد دپخوا په څیر دصنعتی اومدنی ودانیو، هایدروتخنیکی ودانیو او سړک جوړولوانجینیرانو او همدارنګه مهند سینوته زیاته اړتیا لری .

د۱۳۵۸ ل. ل. کال را پدی خوا ساختمانی پوهنځی د ماسټری په سویه دانجینیرانوپه روزنه پیل کړی چی په ۱۳۶۳ ل.ل. کال لومړی ډله فارغ التحصیلان دماسټری په سویه ټولنی ته وړاندی شول.

د(۱۳۶۱-۱۳۶۲) کال پوری دساختمانی چارو، ابولګولواونورو وزارتونوله استازیو سره ګډی غونډی وشوی چی په هغوی کی دپوهنځی دڅانګواونوموړووزارتونوتر مینځ له یواو بل سره  دمرستی تړونونه لاس لیک شول چی ددزسی اوتولیدی تطبیقاتو

دښه اجرا په ډګرکی ئی ښه ونډه اخیستی ده. دصنعتی او ومدنی ساختمانونوڅانګه دپروژوجوړولوله مرکزی انستیتوت (پما)، دهایدرولیک څانګه داوبو اوبریښناله وزارت، دسړکونوجوړولوڅانګه د لارو، پلونواوډګرونوجوړولوله موسسو، دمهندسی څانګه دپروژوجوړولوله مرکزی انستیتوت (پما)، دکابل ښاروالی دپلان جوړولو له ریاست اونوروموسسو سره دمرستی نږدی اړیکی لری .

په کال ۱۳۶۱ ل. ل. دټینګوعلمی اوتولیدی اړیکوبه نتیجه کی دپروژوجوړولومرکزی انستیبوت په موافقه دصنعتی اومدنی ودانیو دڅانګی په چوکاټ کی دساختمانی موادو

تحقیقاتی لابراتوارپرانستل شو. نوموړی لابراتوار دتحقیقاتی مسالو اوستونزودحل پوخ مرکز وو. په همدی ځای کی نوی منفذلرونکی سپکه ساختمانی ماده لاس ته راغله چی له هغی څخه دحرارت دعایقی مادی په توګه او همدارنګه دسپکوډاډمنو عناصروبه جوړښت کی کار اخیستل ګیږی.

دسړک جوړولو پوهانودافغانستان دولایتونوپه (۳۶) ساختمانی ساحوکی چی ټول مساحت ئی لږترلږه (۱۲) هکتاره اټکل کیده تحقیقات او پلټنی وکړی. همداراز په (۱۲) ساختمانی ساحو کی انجینیری اوجیولوجیکی شرایط ارزیابی شوی دی.

د (۱۳۶۱-۱۳۶۰) کلونوپه موده کی هغه مواد چی دافغانستان دشمالی برخوددریابونو له هایدرووژیکی تحقیقاتو څخه لاس ته راغلل داوبواوبریښناوزارت په غوښتنه داوبولګولودپروژودطرح کولولپاره نوموړی وزارت ته وسپارل شول.

یواځی دافغانستان دشمالی برخو ددریابونودهایدروجیولوجیکی تحقیقاتوله درکه په دی کلونو کی څه نا څه دوه ملیونه افغانی ګټه رسیدلی ده.

دصنعتی او مدنی ودانیو څانګه د ۱۳۴۷ ل.ل. کال دتلی په میاشت کی د مهندسی اوساختمانی عناصرو ترنامه لاندی مینځ ته راغله چی په کال ۱۳۵۶ ل.ل. د صنعتی اومدنی ودانیو دڅانګی په نامه ونومول شوه. نوموړی څانګه دپرانیستل کیدو له لومړیو ورځوڅخه دتکړه انجینیرانوپه روزنه، ددرسی – میتودیکی بهیرپه وده ددرسی لابراتوارونو دمرکزونو په ټینګښت اودعلمی- تحقیقاتی کارونو دپرمخ تګ په ډګرکی ښی بریاوی لری. پدی څانګه کی اوس مهال شپږتنه استادان(محترم پوهاند دوکتورغلام محمد امین، محترم پوهندوی دوکتوررضاخان، محترم پوهندوی دوکتور عبد الرحیم، محترم  پوهنمل دوکتور محمد یوسف قیومی، محترم پوهنمل محمدهمایون شریفی او محترم نامزدپوهنیارمحمد اسماعیل سروری ) کارکوی چی د (۱۴) اختصاصی او رشتوی مضمونونو تدریس پرمخ بیایی .

دنوموری شعبی داستادانو له خوا (۳۷) ټوکه میتودیکی درسی کتابونه، ۱۱۸ طباعتی پاڼی اودوه ټوکه درسی کتابونه تهیه اونشرشوی دی .په کال ۱۳۶۱ ه ش دساختمانی چاروله وزارت سره ګډ علمی اوتحقیقاتی لابراتوارپرانستل شوچه په هغه کی دمحلی ساختمانی موادو اومحصولاتو اوهمدارنګه په افغانستان کی د ساختمانی صنعت دودی لپاره اوموابتدایی موادو دلاسته راوړلو په هکله تحقیقاتی کارونه سرته رسیدل ددی شعبی استادادنو دعلمی تحقیقاتو نتیجی په علمی – میتودیکی کنفرانسونواوسیمینارونوکی بیان کړیدی .مهندسی څانګه په کال ۱۳۶۰ ل.ل. دساختمانی پوهنځی په چوکاټ کی دیوی ځانګړی څانګی په څیر مینځ ته راغله چی په کال ۱۳۶۵ ل.ل. د (۳۰) تنو په شمار لومړی ډله فارغ التحصیلان دمهندسی له څانګی څخه دماسټری په سویه ټولنی ته وړاندی شول.

دټولنی ملی اقتصادهغه وخت چټکه او سالمه وده کولای شی چی په ټولواقتصادی، ټولنیزو، سیاسی علمی اوتخنیکی ډګرونوکی تجربه لرونکی کادرونه موجود وی. دهمدی ضرورت په اساس دلوړوزده کړووزارت په ۱۳۶۰ل. ل. کال کی تصمیم ونیو چی دمهندسی په څانګه کی دفنی کادرونو او متخصیصینودکمښت درفع کولو په منظور دساختمانی پوهنځی په چوکاټ کی نوموړی څانګه پرانیزی. پدی ډول دافغانستان زلمیانو ته دلومړی ځل لپاره ددی زمینه مساعده شوه ترڅو دهیوادپه دننه اوهغه هم دمهندسی په څانګه کی دماسټری په سویه لوړی زده کړی سرته ورسوی. دمهندسی څانګی ته هر کال د (۳۰) تنو په شاوخواکی نوی محصلین منل کیږی. همدا اوس دمهندسی په څانګه کی شپږتنه استادان کارکوی چی دهغوی له جملی څخه څلور دپوهندئی او نور دپوهنمل علمی رتبی لری. ددی څانګی بشپړ وروستنی کادری تشکیل (۱۰) تنه استادان اټکل شویدی. دمهندسی څانګی ځانګړی – اختصاصی مضمونونه په لاندی ډول دی:

(مهندسی طرحریزی (مهندسی نقشه کول)، دښارجوړولواونقشه کولوتیوری، دباندینیو هیوادونو دمهندسی اوښارجوړولوتاریخ، دافغانستان دمهندسی تاریخ، مهندسی عناصر، ساختمانی فزیک او اقلیم پیژندنه. ددرسی چارودښه پرمخ بیولولپاره د څانګی پوره تجهیزات اودرسی موادلرل. دنقشه کښلواورسامی درسی خونی په ځانګړوتجهیزاتوسمبالوی. همداډول نوموړی څانګی دافغانستان دمهندسی تاریخ خونه اودساختمانی فزیک لابراتوار درلودل چی ددرسونودکیفیت په اوچتولوکی ئی ښه ونډه درلوده.

۱- دکابل ښاردعمومی پلان دجوړښت اوترکیب په هکله مطالعه او تحقیق.

۲- دودانیو په طرح اوساختمان باندی داقلیمی فکتورونواوطبیعی شرایطواغیزی.

دڅانګی استادانودځوانانو دمسلکی پوهی داوچتولولپاره یوشمیرکتابونه تالیف اوژباړلی اوژباړی یی.

دمهندسی څانګی ټول تدریسی- میتودیکی فعا لیتونه اوهمدارنګه علمی تحقیقات دمحصیلینو دسالمی روزنی لپاره ترسره کیږی ترڅوهغوی په رښتنی توګه دمهندس ماستر په سویه ټولنی ته وړاندی شی.

دسړک جوړولوڅانګه په ۱۳۴۹ ل . ل .کال کی مینځ ته راغله . د۱۳۶۳ ل.ل.کال څخه تر ۱۳۷۰ کال پوری دنوموړی څانګی تدریسی چاری دلسوتنو استادانوله خواپرمخ تلی مګراوس یواځی دری تنه استادان پاتی دی. دسړکجوړولوڅانګی داستادانو دهاند په نتیجه کی تر ۱۳۶۲ ل.ل کال پوری ټول (۲۰۶) تنه انجینیران دسړک جوړولو له څانګی څخه فارغ التحصیل شویدی . لومړی ډله فارغ التحصیلان په کال ۱۳۶۲ ل.ل. د (۷) تنو په شمار له شپی ماسټری څخه ټولنی ته وړاندی شول . ددڅانګی ډیرفارغین دسړک جوړولوپه ساختمانی موسسواوهمدارنګه دسړکونو دحفظ اومراقبت په اداروکی کارکوی. دتولیدی موسسو دغوښتنی په اساس ددی څانګی پوهانودیوی پراخی علمی اوتحقیقاتی موضوع (دافغانستان په شرایطوکی دسړکونو اوترانسپورتی ساختمانونو جوړول) څیړنی کړیدی. په پورتنی موضوع کی دافغانستان په اقلیمی اوجیولوجیکی شرایطوکی دپلونو دطرحریزی اوساختمانی کارونو ښه والی هم شامل دی . په کال ۱۳۵۹ ل.ل. ددغه څانګی استادانودماسټری په سویه دمحصلانو په روزنه پیل وکړ اوپه کال ۱۳۶۲ل.ل. لومړی ډله فارغ التحصیلان دورځنی ماسټری پروګرام نه جامعی ته تقدیم شول.

دهایدرولیک اوهایدروتخنیکی ساختمانونو څانګه په ۱۳۴۸ ل.ل. کال کی مینځ ته راغله چی له دی سره سم دنوموړی څانګی استادانوته دهایدرولیک مضمون له تدریس سره جوخت دهایدرولیک او هایدروتخنیکی ساختمانونو انجینیرانو روزنه هم ور په غاړه شوه.

دماسټری پلان په اساس دهایدولیک اوهایدروتخنیکی ساختمانونو په څانګه کی اوس (۱۲) اختصاصی (ځانګړی ) مضمونونه تدریس کیږی. دڅانګی دپرانیستل کیدو سره جوخت نوموړی څانګی دهایدرولیک، فلتریشن اوپمپ دستګاه سمبال لابراتوارونه درلودل. دعصر له غوښتنی سره سم باید ددی څانګی لپاره دهایدرولیک اوخاوری پیژندنی لابراتوارونه او همدارازداوبولګولوسر لوڅ لابرتوار موجوددی په دی څانګه کی دتدریس بهیر داسی برابر شویدی چی فارغین وکولای شی دهایدروتخنیکی ساختمانونود نقشه کولواوددی ساختمانونو څخه دګټی اخییستنی په ډګرکی غوره ونډه واخلی. ددی څانګی لومړی ډله فارغان په کال ۱۳۵۲ ل.ل. اویولسمه دوره په کال ۱۳۶۲ل.ل. کی ټولنی ته وړاندی شوی او دوه ویشتمه دوره په ۱۳۷۶ ل.ل. کی جامعی ته وړاندی شول. دیوولسوکلونو په ترڅ کی دنوموړی څانګی دفارغ التحصیلانوشمیرټول (۳۲۴) تنه اټکل شویدی . پدی څانګه کی څه ناڅه (۳۰) ټوکه کتابونهاودټولومضمونونودرسی پلاکاتونه جوړشویدی. دهایدولیک او هایدروتحنیکی ساختمانونومحصلان دتحصیل په موده کی دوه درسی اودوه تولیدی تطبیقاتتیروی.

له ۱۳۵۹ څخه تر ۱۳۶۰ ل.ل. کال پوری دهایدرولوژی رقمونوراټولول په غاړه اخیستی چی اوس دنوموړورقمونوتحلیل په دریوخواوو کی ترسره کیږی:

  • ددریابونودټولوبنسټیزوهایدرولوژیکی ځانګړتیاوی پیداکول.
  • ددریابونو سختجریان دځانګړتیاوپیداکول (دسخت جریانمقداراورژیم پیداکول چی داوبومنتقله ذری لری )
  • دجریان اواتموسفیری ترسبونوترمینځ داړیکوپیداکول.

دهایدرولیک څانګی غړی په بشپړمسولیت سره چمتودی چی افغانی ټولنی ته د هایدرولیک اوهایدروتحنیکی ساختمانونوتکړه انجینیران وړاندی کړی ، البته داسی انجینیران چی دملی اقتصادپه وده کی دپام وړبرخه ولری.

دترسیم هندسی اوتخنیکی رسم څانګه په ۱۳۴۷ ل.ل. کال کی مینځ ته راغله . ددی څانګی استادان دبرسیمی هندسی اوتخنیکی رسم مضمونونه لومړیواودوهموټولګیو ته تدریس کوی.

ددی څانګی استادانوددرسی بهیر دبریالی پرمختګ لپاره دکتابونو اونورودرسی – میتودیکی آثاروپه تهیه کولوکی ډیرکارونه کړی دی . دنوموړی څانګی داستادانو دکار په نتیجه کی (۲۰) ټوکه درسی کتابونه اوله (۱۵۰) څخه زیات پلاکاتونه ترتیب شویدی. دی څانګی (۶) حلقی درسی فلمونه درلودل چی دترسیمی هندسی ددرسی موضوعګانودښی زده کړی په برخه کی ډیر ګټور وو. پدی څانګه کی اته تنه استادان محترم پوهندوی محمدیاسین نظامی، پوهنوال دوکتور نصرالله دانشیار، پوهنمل محمد نسیم مصطفی زاده، پوهنمل محمد سعید کاکړ، نامزد پوهنیار عبدالصبور، محمدعرفان او خلیل الله ) درسی چاری پرمخ بیایی.