د ملتونو زنده ګې د یو لړ مفاهیمو لرونکې ده چې د هغو د لاسته راوړنو او ځای پر ځای کولو لپاره  تل زیار وباسي، د هغو د استحکام لپاره هلې ځلې کوي تر ځو د ژوند په فکري، ټولنیز، اقتصادي او نورو ساحو کې خوځنده او د تل لپاره خوندي پاتې شي، د دغه موخو د لاسته راوړنو لپاره له ډول ډول وسیلو څخه کار اخلي، لکه د کتابونو تالیف، ترجمه، د سمینارونو، کانفرانسونو او ورکشاپونو دایرول، د ښوونې او روزنې پیاوړي کول او پراخول، له طباعتي وسایلو کار اخستل، تر څو نوموړي مفاهیم ښه توجیه او روښانه شي، با لاخره هڅه کوي چې نوموړي مفاهیم د نورو ملتونو په اختیار کې کیږدي.

 دغه مطالب او مفاهیم په حقیقت کې د یوه ملت دود او ثقافت ته شکل او ډانچه ورکوي، له بله پلوه د ملتونو رهبران او پوهان چې له خپل ثقافت سره ښه بلد دي، د دغه مفاهیمو نشرول او خورول خپله دنده بولي، او هڅه کوي چې نوموړي مفاهیم له نظري حالت نه حقیقي او ژوندي حالت ته را وباسي، تر څو همدغه مفاهیم د ملتونو د فکر او شعور مصدر او منبع وګرځي، او د انسانانو سلوک او عملي چارې ښې سنبال کړي.

د هیڅ ملت تاریخ په یاد نه لري چې په تیره کې يې د خپل ثقافت او فرهنګ په نشر کې غفلت او سستي روا بللې وي، او یا يې غوښتي وي چې د دوۍ فرهنګ او ثقافت د نورو له آغيزې لاندې راشي، او یا د لمنځه ولاړشي، د همدغه اصل په بنسټ چې ثقافت د هر ملت د زنده ګي شکل او ملت پیژندنې لامل دی ، نو همدا ثفافت دی چې د یوه قوم شخصیت ته تبارز او ښکلا ورکوي، او د هغوۍ د ژوند څرنګوالی مشخص کوي،  په همدې ترتیب ثقافت لکه عقیده ده چې ایمان پرې واجب دی او ثقافت د ژوند مبادي او اصول دي چې د هغې په اساس خوځي او حرکت کوي، او یو نظام دی چې پیروي يې اړینه او لازمې دی، او یو میراث دی چې له لاسه ورکول يې غمیزه ده، هغوی پر دی پوهیږي چې کوم قوم یا ملت چې خپل ثقافت له لاسه ورکړي هغوی د ژونديو په لیکو کې نه شمیرل کیږې، همدغه دلیل دی چې د ثقافت له لاسه ورکول د زوال په معنی پیژني، چې ټول تری د ویرې احساس کوو.

همدا وجه ده چې د یوه ملت دښمنان تل په کمین کې وي تر څو له مختلفو لارو د هغوۍ ټولنیز او فکري نظام محکوم کړي، له منځه يې یوسي او پر ځای يې د هغوی ترمنځ خپل ثقافت ته وده ورکړي، د همدغه تحلیل په بنسټ پوهیدای شو چي یو ملت باید د خپل ثقافت په اړه څومره ژور فکر وکړي او څومره اهمیت او ارزښت ورته ورکړي.

اسلامي ثقافت د داسې مفاهیمو لرونکی دی چې د اسلامي امت د ټولو پخوانیو او اوسنیو کړنو د دین په ګډون ژبه، تاریخ، تمدن، پرمختګ، عبادات، علم ( پوهې)، حکمت، فنون، ادبیات، سفرونه، سیاحت، د زنده ګې چارې، حقوق، عدل او انصاف، دود او رواجونه په بر کې نیسي، په دی معنی چې اسلام هم دین دی او هم ثقافت، حتی دغه شان ویلای شو چې دین او ثقافت یو شی دي، او یا دا چې اسلام به حقیقت کې د دوه نومونو لرونکې دی چې عبارت دی له دین او ثقافت څخه، په همدې ترتیب ویلای شو چې دین او ثقافت د اسلام له نظره لازم او ملزوم دی.

د اسلامي ثقافت روح له باورونو( معتقداتو) او بدن یې له نیکو اعمالو څخه جوړ دی، مونږ اسلامي ثقافت ته د قرآن په آینه کې په لاندي شکل لیدلې شو.الله تعالی فرمايې: وَالْعَصْرِإِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍإِلَّاالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُواالصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْابِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْر . ترجمه : قسم په زمانه چې جنس انسان په زیان کې دی مګر هغه څوک چې په الله ایمان ولري او نیک کارونه وکړي، په رښتونولۍ ، حق او صبر یو بل ته توصیه او هڅونه وکړي.

 اسلام پوهانو د اسلامي ثقافت ډیرې تعریفونه کړيدي، مونږ يې په ټولیزه توګه په لاندې ډول بیانوو: اسلامې ثقافت د اسلامي عقایدو ، عباداتو ، اخلاقیاتو ، ټولنیزو چارو، سیاست او اقتصادي اړ تیاوو پيژندلو ته واېې. چې په غیر تخصصي ډول پرې پوهیدل د هر مسلمان وجیبه ده او په تخصصي ډول بیا د دین دعالمانو او پوهانو و جیبه دی.

د اسلامي ثقافت له مرتبې او اهمیت نه پورته یادوونه وشوه، نو ځکه د اسلامي ثقافت مضمون د ځوان نسل د تثقیف پوهاوي لپاره د افغانستان په عالې او نیمه عالي مؤسساتو او پوهنتونو کې یوه مهمه اړتیا او ضرورت وپیژندل شو، په همدغه بنسټ د افغانستان داسلامي جمهوریت مشرانو په ۱۳۷۴ هـ ش . کال کې د اسلامي ثقافت د دیپارتمنتونو (څانګو) د ایجاد ( رامنځ ته کولو) پریکره د لوړو زده کړو د موسساتو او پوهنتونو لپاره تصویب کړه.

تاریخچه :

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د اسلامې ثقافت څانګه یو مهم او عمومی دیپارتمنت دی چې په ۱۳۷۴ هـ ش. کال کې د ساختمانې( جوړولو چارو) پوهنځي په چوکاټ کې د زده کړیالانو د اسلامي دید او تثقیف په خاطر چې د اسلام له بډای فرهنګ نه برخمن شي ایجاد او تاسیس شوه.

په دغه دیپارتمنت کې د اسلامی ثقافت مضامین له اول سمستر نه تر اتم سمستر پورې د هغه ترتیب موافق تدریسیږې کوم چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري تصویب او منل شویدی، چې عبارت دی له  اسلامی نړی لید، د عباداتو فلسفه، د اسلام اخلاقي نظام، د اسلام ټولنیز نظام ، داسلام سیاسی نظام، قران کریم او اوسني علوم او اسلامی تمدن، چې اته کریډټه په اته سمسترونو کې د ساختمانې ( جوړولو ) پوهنځي، الیکترومیخانیک، جیولوجي او معدنونو، تکنالوژي، کمپیوتر ساینس او انفورماتیک انجنيری، ترانسپورټې ساختمانونو( جوړنونو) او جیوماتیک او کادستر په پوهنځیو کې تدریسیږي.

د اسلامی ثقافت څانکې د تجربه لرونکو با درکه او با احساسه استادانو په مټ وکړای شوه چې ګران زده کړیالان او انجینران د اسلام د اصیل فهم او درک په اسلامی او معنوي روحیه د وخت او زمان له غوښتونو سره سم په لوړو اخلاقی ، وطن دوستې او هیواد آبادونې په معیارونو و روزي، تر څو خپلو هم جنسو ته په ښه رښتونې نیت او امانت داري په مختلفو ساحو کې خدمات وړاندې کړې.

د اسلامي ثقافت د مضامینو د تدریس موخي

۱ – د اسلام په اصیل فهم د ځان کدر روزنه.

۲ – د نیکو اخلاقو ، وطنۍ میني او اسلامي روحي په اساس د کدرونو روزل.

 ۳ – زده کړیالانو ته د اسلامي عقیدې ور زده کول او مظبوطول.

۴ – زده کړیالانو ته د اسلامي عباداتو صحیح ور زده کول.

۵ – په زده کړیالانو کې د اسلامي شخصیت وده .

۶ – له اسلامي ارزښتونو او باورونو څخه دفاع کول.

 ۷ – د اسلامي ثفافت د تدریس په بهیر کې د اسلام ّپه میانه روۍ او تیریدنې ټینګار.

۸ – د ځوانانو دیني پوښتنو ته علمي او اکادميک ځوابونه ویل.

۹ – د علم او فرهګ په عالي ژبه د دیني احکامو د روښانتیا هڅه.

۱۰ – د ځوانانو ترمنځ د اسلامي فرهنګ وده ، او د پردیو د دود او فرهنګ له منځه وړل.

۱۱ – د اسلامي نړۍ د ځوانانو تر منځ د میانه روي او نورو دزغملو فرهنګ خورول.

۱۲ – د زده کړیالانو په لوړو اسلامي معلوماتو سینګارول.

۱۳ – د رحبانیت ، افراط او تفریط افکارو ځپل له کوم نه چې عالم اسلام ځوریږي.

د اسلامي ثقافت دڅانګې عمومي موځې:

  1. د استادانو د علمي او تحصیلي سویې لوړول.
  2. د تدریس او څیړنې په نوي میتود او تکنالوژي د دیپارتمنت سمبالول.
  3. د تدریس دنوي طرز دوامداره مخ ته وړل او پراخول.
  4. په اکاډمیک چاپیریال کې د تعصب له ټولو ډولونو مخنیوی کول او دیوې سالمې اجتماعي او اخلاقي فضا را منځ ته کول.
  5. د نوو کتابون او درسي موادو ژباړل او لیکل.
  6. په نوو ډول ډول ټولنیزو ، علمي، اخلاقي اقتصادي او دیني موضوعاتو څیړنه کول.